دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 202994
د امریکا حکومت؛ په افغانستان کې د کوکنار کر کم شوی خو تریاک زیات تولید شوي
د امریکا حکومت اټکل کوي په ۲۰۱۹ م کال کې د افغانستان د کوکنارو کښت د ۲۰۱۸ کال په پرتله کم شوي دي خو د هوا د ښه والي یا د ورښتونو د ډېروالي له کبله د کوکنارو حاصل تر تېر کال ډېر و. د امریکا د حکومت له اټکل سره سم، په ۲۰۱۹ م کال په افغانستان کې د کوکنارو کښت په سلو کې ۲۸ لږ شوی دی.
د سپینې ماڼۍ د مخدرو موادو د کنټرول د پالیسۍ ادارې نن په افغانستان کې د مخدرو موادو د تولید او د کوکنارو د کښت د اندازې په اړه د امریکا د حکومت د اټکل کالنی راپور خپور کړ.
د دې راپور له مخې، د امریکا حکومت اټکل کوي په ۲۰۱۹ م کال کې د افغانستان د کوکنارو کښت د ۲۰۱۸ کال په پرتله کم شوي دي خو د هوا د ښه والي یا د ورښتونو د ډېروالي له کبله د کوکنارو حاصل تر تېر کال ډېر و.
د امریکا د حکومت له اټکل سره سم، په ۲۰۱۹ م کال په افغانستان کې د کوکنارو کښت په سلو کې ۲۸ لږ شوی دی.
په ۲۰۱۸ م کال په ۲لکه ۲۱ زره هکتاره مځکه کوکنار کرل شوي وو خو په ۲۰۱۹ م کال پر یولکو ۶۰ زره هکتاره کرل شوي وو.
د کوکنارو د کښت دله کمېدو پسره سره د تریاکو تولید په سلو کې ۲۱ زیات شوی یعني له ۵ زره ۵۵۰ ټنو څخه ۶ زره ۷۰۰ ټنو ته رسېدلي دي.
راپور وايي چې د کوکنارو د کښت په مهال د اومو تریاکو بیه ټیټه شوه. خو د تریاکو د زیاتېدو وجه دا ده چې هوا ښه وه او ورسره حاصل زیات شو.
 
https://avapress.com/vdcb95b5arhbg9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته