دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 203005
محسن داوړ پاکستاني ریاست ته چیلینج ورکړ
د پښتون ژغورنې غورځنک مخکښ مشر محسن داوړ پرون زرګونه خلکو ته د وینا پر مهال پاکستاني حکومت ته چیلینج ورکړ چې ګواکې نړیوال عدالتونه دې پاکستان ته راوغواړي د د دوی تر ولکې لاندې کشمیر دې وګوري، دغه راز دې د پښتنو سیمي هم وګوري او فیصله دې وکړي چې په چا ډیر ظلم شوی؟

محسن داوړ پاکستاني ریاست ته په خطاب کې وویل، په دې هېواد کې په پښتنو هغه ظلم شوی دی چې یادول یې لوی زړه غواړي، دلته هغه څه شوي چې د نړۍ عدالتونه محاکمې به ورته حیرانې پاتې شي.
هغه وویل نن چې پاکستان هند سره د کشمیر په سیمه په کړکیچ بوخت دی او ادعاوي کوي چې په کشمیریانو باندې د هند له لوري ظلم شوی دی حتا د دوی په سر له یوه بل سره په جګړو بوخت دي، خو ریاست بیا له هغوی ډیر ظلم پر مونږ پښتنو کړی دی.
محسن داوړ وویل، “”پاکستان ټوله ورځ دا چيغې وهي چې په کشميريانو ظلم کېږي، خو پر وینا یې په اصلأ کې تر کشميريانو په موږ ډېر ظلم د ریاست له لوري کېږي.””
نوموړي پاکستاني ریاست ته وویل، په کشمیر دومره ظلم نه دی شوی، لکه څومره دې چې پر مونږ شوی، په هغوی د جیټ جازونه بمباري نه ده شوی، خو پر مونږ ریاست یو ځل نه څو ځلي بمباري کړې کورونه یې راته وران کړ او کلي راته د ترهګرو ډک کړي دي.
د محسن داوړ پر وینا د نورو هېوادونو او نورو ترهګریزو ډلو له له لوري په دې هېواد کې بې ګناه پښتانه نه دي شهیدان شوي، بلکې همدې ریاست په سلګونه پښتانه شهیدان کړ او پر یوه او بل نوم یې زندانونه ته واچول چې ان د ځینو مړی او ژوندی هم ورک دی.
هغه په وروستیو کې داهم وویل چې وطن مو د ریاست لپاره د عملیاتو پر موخه خالي کړ، خو ریاست پکې د امن راوستلو، کاروبار جوړولو، پر ځای، بمونه خښ کړ، امنیت یې خراب کړ او ظلم ،جبر یې وکړ .
محسن داود په خپلو څرګندونو کې وویل چې د نړیوالو هېوادونه محاکمې او عدالتونه دې پاکستان ته راشي او په دې هېواد کې دې په پښتنو د شویو ظلمونو په اړه پوښتنه وکړي بیا دې پریکړه وکړي چې په چا د چا له لوري ظلم شوی دی؟
نوموړي په دغې غونډه کې زرګونه پښتنو ته سپارښتنه وکړه چې همدا ډول دې ویښ، زړور خوځښتونه ته دوام ورکړي او د منظور پښتین د راخوشې کېدا لپاره دې هلې ځلې نورې هم ګړندۍ کړي.
دیادولو ده چې د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور پښتین شاوخوا دولس ورځې وړاندې د پاکستاني ریاست له لوري نیول شوی دی چې لاهم په زندان کې پروت دی.
 
https://avapress.com/vdcfxmd0tw6dxxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته