دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۴
د مطلب کود : 203019
غزني کې ترافیکي پېښې ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د غزني ولایت مقام د رسنیو دفتر وايي، چې د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله اته کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د  غزني ولایت مقام د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن ( شنبه سلواغې ۱۹ ) د غزني ولایت زنخان ولسوالۍ اړوند غزني دروازې ته نږدې د کابل – کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښه شوې، چې یو کس پکې وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې یو مازډا ډوله باروړونکي موتړ له ۳۰۴ ډوله مسافر وړونکي هغه سره ټکر کړی چې یو کس پکې وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ټپیان د غزني ولایت روغتونو ته انتقال شوي.
د چارواکو په وینا یاده پېښه د موتر چلوونکو د بې احتیاطۍ له وجې رامنځته شوې ده.
د کابل – کندهار لویه لار د ترافیکي پېښو له خونړیو لارو څخه شمېرل کېږي، چې ځينې وخت پکې داسې پېښې رامنځته کیږي، او لامل یې هم تر ډېره د لارې خرابوالی او د موټرچلوونکو بې احتیاطي ښودل شوی دی.
افغانستان هغه هېواد دی چې د جګړې ترڅنګ ترافیکي پېښو کې هم ګڼ شمېر خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6enuo49nww1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته