کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مالیې وزارت: روان کال کې ۲۰۸ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 دلو 1398 ساعت 16:13

د افغانستان د مالیې وزارت وایي په ۱۳۹۸ مالي کال کې ۲۰۸ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي.



د افغانستان د مالیې وزارت وایي سږ مالي کال یې د تېرکاله په پرتله ۱۰ سلنه زیات عواید او مالیات راټول کړي دي.
د دغه وزارت مرستیال محمد عیسي قدرت د شنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې سږ مالي کال ۲۰۸ میلیارده افغانۍ مالیه راټوله شوې ده.
هغه زیاته کړه: "موږ په روان ۱۳۹۸ مالي کال کې له ۲۰۸ میلیارده افغانیو زیاته مالیه راټوله کړې، ښه ده چې ووایم چې دا شمېر مالیه مو چې راټوله کړې د مالیاتي قوانینو د تطبیق او رامنځته شویو اصلاحاتو په نتیجه کې راټوله شوې ده."
د ښاغلي قدرت په خبره، د مالیې وزارت د تېرکال په پرتله د مالیاتو د راټولو په ډېریو داسې زیاتو هغو پلانونو کار کړی چې شفافیت رامنځته کولای شي.
محمد عیسی قدرت دا هم وویل، چې په تېر ۱۳۸۷ کال کې ۱۸۹ میلیارده افغانۍ مالیه راټوله شوې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې بیا د سوداګرو او د لویو لارو موټر چلونکو په ناقانونه ډول د ګمرکونو او اخاذیو له امله شکایتونه کړي، خو د مالیې وزارت وایي چې د دا ډول خپل سریو مخه به نیسي.
له دې سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند، چې ده هم په دغه غونډه کې ګډون درلو، د مالیاتو د راټولونې د بهیر پر اسانه کولو یې ټينګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند
هغه زیاته کړه: "موږ غواړو چې د افغانستان ټول وګړي مالیه ورکړي، خو ډېر کله د مالیاتو د ورکړې پروسه دومره پېچلې شي، چې له خلکو څخه د مالیاتو د ورکولو لاره ورکه شي، زموږ غوښتنه دا ده چې د مالیاتو د ورکړې پروسه اسانه شي او موږ د دې چارې په هدف له انلاین لارې خلکو او سوداګرو ته عامه پوهاوی ورکوو."
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ټینګار کوي، چې باید په لویو سوداګریزو لارو کې د سوداګرو ستونزې لکه د ویزې ګمرک حل شي څو د دغې خونې د مسوولینو په وینا په دې سره راتلونکو کلونو کې د دولت عواید نور هم لوړ شي.


د مطلب کود: 203029

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203029/مالیې-وزارت-روان-کال-کې-۲۰۸-میلیارده-افغانۍ-عواید-راټول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com