دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۶
د مطلب کود : 203034
د مرکزي او سویلي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز په افغان حکومت غږ کړی چې پر فساد تورنو چارواکو باندې قانون پلی کړي. الیس ویلز په یو ټویټ کې ویلي، چې د مخدره توکو قاچاق د بې ثباتۍ لامل کیږي او د ښې حکومتدارۍ او د افغانستان اقتصاد پراختیا ته زیان رسوي.
هغې ټینګار کړی چې حکومت باید فاسدو چارواکو پر ضد اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چ‌ې د کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې د کابل پولیسو د مخدره توکو پرضد د مبارزې مدیر په ګډون شپږ پولیس چارواکي د مخدره توکو د قاچاق او ویشلو په تور نیولي دي.
د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې د کابل امنیه قومندانۍ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر میان احمد احمدي په کابل کې د مخدره توکو یو ترټولو لوی قاچاقبر ، مافیا او ملاتړ کوونکی و.
په ورته وخت کې د کابل ښار د پنځمې ناحیې د مخدره د توکو کشف آمر عبدالرحمن ، د کابل ولایت د مخدره توکو د عملیاتو د ټیم قوماندان الله داد، د کابل پولیسو د مخدره توکو کنټرول څانګې کې د کیمیاوي درملو د کنټرول مرستیال فرید الله، د مدیریت تحلیل او ارزونې افسر لمر او د کابل د مخدره توکو کشف څانګې مشر هم په همدغه تور نیول شوی و
 
https://avapress.com/vdchxxnik23nvvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته