دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 203092
جوبایډن: امکان نه لري چې افغانستان یو متحد هیواد شي
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند، جوبایډن ویلي هیڅ امکان نه لري چې افغانستان د یو موټي هیواد په توګه ووسي.
بایډن ویليهغه له اوله په افغانستان کې د ملت جوړونې له نظریې سره مخالف و.
جوبایډن تېره ورځ د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو په یوه مناظره کې د خبرو پر مهال ویلي، افغانستان ته یې سفرونه کړي دي او دې پایلې ته رسېدلی دی چې دغه هېواد سره متحد کېدای نه شي.
هغه پر امریکا غږ کړی چې په افغانستان کې یوازې د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي او بس.
بله خوا د افغان ولسمشر سلاکار او ولسمشرۍ ماڼۍ د ستراتيژیکو اړیکو رییس وحید عمر د بایډن پر دغه څرګندونو غبرګون ښودلی.
نوموړي ویلي امریکا دې دلته یوازې د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي افغانان یو ملت دي، سره متحد دي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې دوی سره بېل کړي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb9fb55rhbggp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته