افغان ځانګړو ځواکونو د فراه ولایت په مربوطاتو کې تصفیوي عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې یې ۲۶هغه کلي چې پخوا په کې وسلوالو طالبانو فعالیت ترسره کاوه پاک کړي دي.
د یاد ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په فراه ولایت کې له تیرې یوې میاشتې راهیسې په ترسره شووعملیاتو کې ۱۳۰ تنه طالبان وژل شوي او۴۰ تنه نور ټپیان شويدي. طالبانو په دې اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.