دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 203103
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، د تېر کال په پرتله د دغه ولایت د شاتو مچیو په تولید او تکثیر کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کرنې د سرپرست رئیس ضمیر بهسودي په خبره، په ننګرهار کې د شاتو مچیو نږدې ۶۰۰ لوی او واړه فارمونه فعال دي چې له دې ډلې ۳۵۰ یې د ننګرهار د شاتو مچیو ټولنې سره راجستر شوي دي.
نوموړی وایي، د ننګرهار د شاتو مچیو په فارمونو کې له ۲۲ تر ۳۰ ډوله د شاتو مچۍ شته او په دغو فارمونو کې تر څلورو زرو پورې کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
بهسودي دغه راز ویلي چې سږ کال په ننګرهار ولایت کې ۵۰۰ مټریک ټنه شات تولید شوي چې د تېرکال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په ننګرهار ولایت کې ۳۵۰ مټریک ټنه شات تولید شوي وو.
 
https://avapress.com/vdce7x8wxjh87zi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته