دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۳
د مطلب کود : 203109
د ننګرهار ولايت په شيرزادو واسوالي کې افغان او امريکايي ځواکونو ته درانده تلفات اوښتي‌دي . . په ننګرهار کې د خبريال ويب پاڼې همکاران وايي چې د تلفاتو د شمير په اړه لا دقيق معلومات نشته خو نيويارک ټايمز په دغه بريد کې د ۵ امريکايانو او ۶ افغان امنيتي ساتونکو د وژل کې دو خبر ورکړی دی.

دوو امنيتي سرچينو نيويارک ټايم ته د خبر تايد کړی .
په کابل کې د خبريال ويب پاڼې همکار ته امنيتي سرچينو ويلي چې دوی ته هدايت شوی چې ددې پيښي په تړاو رسنيو ته معلومات ورنکړي.
د افغانستان لسګونه رسنيزو بنسټونو تېره اونۍ رسمآ شکايت کړی وو چې افغان حکومت معلومات نه ورکوي.
که څه هم د دغې وروستۍ پېښی نوعیت لا تر اوسه نه دی روښانه خو داسي‌خبرونه دي‌ چې افغان او امریکا يي ځواکونو پر یو بل بریدونه کړي‌دي‌.
که دا ثابته شي‌ چې افغان او امریکا يي ځواکونه د ننګرهار په شیرزادو ولسوالي‌کې له یوبل سره ښکر پر ښکر شوي‌، دا به د ناټو په راروانه غونډه کې چې د سه شنبې په ورځ ۱۱ فبروري‌ددریو ورځو لپاره پیلیږي‌د بحث موضوع شي‌ او ښآيي د نړۍ والي‌مرستندویه ټولنې پر مرستو بد اغیز هم وکړي‌.‌
دا پېښه تېر ماښام یعني د یک شنبې په شپه شوې ، خو تر اوسه لا د ګڼو نورو ورته پېښو په څېر افغان چارواکي‌پټه خوله دي‌او افغان رسنۍ هم د امرکیا يي‌مطبوعاتو نه خبرونه رااخلي‌.
 
https://avapress.com/vdcawenuo49nw61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته