دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 203112
د محمد محقق زوی باقر محقق په خپل کور کې ووژل شو
د افغانستان خلکو د اسلامي وحدت ګوند د مشر محمد محقق زوی، باقر محقق په خپل کور کې په ډزو ووژل شو.

د محقق سکرټر سکندري یک تلویزیون ته وویل محمد باقر محقق د خپل یو بل ورور له خوا چې رواني ستونزه یې لرله، وژل شوی دی.
باقر محقق تیره شپه د خپل ورور حسین محقق له خوا د خوب په حالت کې په سر ویشتل شوی دی.
سرچینې وویل برید کوونکی چې رواني حالت یې ښه نه دی په ډزو کې۷ ساتونکي هم ټپیان کړي دي.
وروسته حسین محقق هم په مقابلو ډزو کې په پښه ویشتل شوی او روغتون ته لیږدول شوی دی.
کورنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې نن نهه نيمې بجې د کابل ښار په کارته سه سيمه کې د اجرايه رياست د دویم مرستیال محمد محقق د دوو زامنو حسين محقق او باقر محقق تر منځ شخړه شوې چې په نتيجه کې يې باقر محقق وژل شوی او پنځه تنه یې ساتونکي يې ټپيان دي.
کورنیو چارو وزارت ویلي چې خپله حسين محقق هم ټپي دی او دا مهال ټپيان ټول د ملي امنيت روغتون ته لېږدول شوي.
د پېښې ځای ته پوليسو عاجله رسيدګې کړې او قضيه د تعقيب لاندې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezx8wwjh87zi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته