د یکشنبه ورځي قربانیانو شمیر اعلان سره د سارس ویروس قربانیانو شمیر څخه هم ډیر شو. ۷۷۴ تنه سارس ویروس باندی اخته کېدو له امله په یو ۱۰ میاشتنۍ دوره کې خپل ژوند لاسه ورکړی وو.
د جاپان خارجه وزارت هم اعلان کړی دی چی ددی هیواد یو تن اوسیدونکې هم چی ووهان ښار کې کرونا ویروس باندی اخته شوی وو، مړ شوی دی.
د رویترز په ریپورت سره تراوسه کرونا ویروس په ۲۷ هیوادونو کې خپور شوی دی او ۳۳۰ تنه د چین څخه دباندی دا ویروس باندی اخته دی.
دوه تنه د چین څخه دباندی دا ویروس باندی اخته کېدو له امله په هنګ کنګ او فیلیپین کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا دوه کسان د چین اوسیدونکې وو.
د نړیوال روغتیایی سازمان چارواکو په وینا، کرونا نوی ویروس باندی اخته کسانو شمیرپه نړۍ کې ۳۴ زره او ۸۰۰ تنو ته ورسید.