دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۹
د مطلب کود : 203133
د ایران سپوږمکۍ توغول له ماتې سره مخ شول
د ایران دولتي تلوېزیون وايي، د دغه هېواد د "ظفر" سپوږمکۍ ماموریت له ماتې سره مخ شو. دا تلوېزېون زیاتوي، ظفر سپوږمکۍ په بریالیتوب وتوغول شوه، خو مدار ته ونه رسېده.


د ایران د دفاع وزارت د تشیالي (فضايي) چارو ویاند احمد حسیني وايي: "سپوږمکۍ وړونکي سیمرغ، ظفر سپوږمکۍ په بریالیتوب تشیال ته وتوغوله، خو له اړتیا وړ چټکتیا سره یې سپوږمکۍ مدار ته ونه رسوله، راتلونکې توغونه کې به لا اړین ګامونه پورته شي."
ټاکلې وه دا سپوږمکۍ د شنبې په ورځ وتوغول شي، خو د ایران حکومتي خبري اژانس ایرنا وویل "نن شنبه د سپوږمکۍ د توغولو خبره نشته" او "د تشیال مدار ته د ظفر سپوږمکۍ لېږل راتلونکو ورځو ته ځنډول شوي دي."
اوس د ایران د اړیکو وزیر محمد جواد اذري وايي، ایران د ظفر۲ سپوږمکۍ راتلونکی لمریز کال درېیمه میاشت کې توغوي.
ښاغلي اذري زیاته کړه: "ظفر سپوږمکۍ د مدار ۵۴۰ کیلومترۍ ته ورسېده، خو مدار کې د ځای په ځای کېدو لپاره اړتیا ده چې سپوږمکۍ وړونکی اوه زره څلور سوه کیلومتره چټکتیا ولري، خو دا چټکتیا یې پوره نه کړه."
 
https://avapress.com/vdchxxnix23nvzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته