په دی پيښه کې تیره شپه یو تن ملی اردو ځواکونو او امریکایی سرتیرو باندی ډزی کړی دی، په ترڅ کې ۱ تن د ملی اردو سرتیرو څخه په شهادت رسیدلی او ۳ تنه ملی اردو سرتیری ټپیان شوی دی.
همدارنګه ۲ تنه امریکایی سرتیری په دی پیښه کې وژل شوی دی او ۶ تنه نور ټپیان شوی دی.
د ملی دفاع وزارت، یو لوړپوړۍ هیئت د سترجنرال بسم الله وزیری په ریاست ددی پیښی علت څیړلو لپاره ننګرهار ته استولی دی.
دا لوړپوړۍ هیئت دا پیښه په مشترک توګه د امریکایی چارواکو سره یوځای څیړی.