د امریکا د دفاع وزارت پر وینا دغه دوه سرتیري هر یو ۲۸ کلن جویر جګوار ګوتیرز او ۲۸ کلن انتونیو ری رودیګز نومیږي چې د برید پر مهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
پنټاګون وایي، چې دغو دوو عسکرو په افغانستان کې د ځانګړو ځواکونو کې دنده ترسره کوله چې دنده یې خورا سخته وه،خو دواړه پر یوه پلان شوي برید کې ووژل شو.
د امریکا د دفاع وزارت دغه راز په خبرپاڼه کې لیکلي دي چې د پېښې اصلي لامل لاهم دوی ته نه دی روښانه شوی، خو په اړه یې پراخې پلټنې روانې دي.
امریکا وایي، وړمه ورځ ناوخته یوه کس چې د افغان پوځ جامې یې پر تن وې د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې پر بهرنیو او کورنیو سرتېرو برید وکړ چې په پایله کې دوه امریکایي عسکر وژل شوي او شپږ نور سخت ټپيان دي.
خو بل لورته بیا د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال محمد اجمل عمر وایي، چې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د یوه افعان سرتیري په برید کې د وژل شویو امریکایي سرتیرو شمیر تر هغې زیات دی چې د رسنیو له لوري خبر ورکړل شوی دی.
اجمل عمر ویلي دي چې په دې ولسوالۍ کې د یوه افغان سرتیري په برید کې اووه امریکایي پوځیان وژل شوي .
خو د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل بیا رسنیو ته د دې پېښې په اړه ویلي دي چې ګواکې په نښته کې شپږ تنه افغان کمانډو سرتیري او یو شمیر د ناټو سرتیري هم وژل شوي دي نوره مرګ ژوبله نشته.
خو پرون له برید وروسته نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي و چې د برید پر مهال پنځه امریکایان او شپږ افغان سرتیري وژل شوي دي.
د یادولو ده چې د دې پېښې د څرنګوالي او مرګ ژوبلې اړه بیلابیل معلومات خپریږي، خو لایې هم دقیقه شمیره نه ده په ډاګه شوې، خو یو شمېر سرچیني وایي چې امریکا د خپلې مرګ ژوبلې په اړه کره خبر نه ورکوي.