دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 203177
کرزی هم د جوبایډن هغو څرګندونو قهرولی چې وایي افغانان به هیڅکله یو ملت نه شي
د افغانستان خلک به متحده ایالاتو ته اجازه ورنکړي چې د افغانانو د ځواکمن او متحد ملت تر سوال لاندې راولي او په سیمه د خپلې سلطې د ساتلو لویې موخې ترلاسه کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د د امریکا د ولسمشرۍ نوماند جوبایډن وروستۍ څرګندونې د افغانستان په اړه غیر واقعي او غیر مسوولانه وبللې..
جوبایډن ویلي افغانان به هیڅکله یو موټی او افغانستان به یو هېواد او ملت نه شي خو حامد کرزی وایي، په افغانستان کې د افغانانو اتحاد او یووالي ته د زیان رسولو ډیرې هڅې شوې دي.
د کرزي په خبره افغانستان یو لرغونی او ویاړلی هیواد دی چې په تاریخي ډول د بهرني اشغال او د اشغال د هڅو پروړاندې د بشپړ یووالي سره د متحد ملت په توګه ولاړ دی او لوی قدرتونه یې مات کړي دي.
د کرزي له دفتره په استولې خبرپاڼه کې د هغه له قوله راغلي چې د افغانستان خلک به متحده ایالاتو ته اجازه ورنکړي چې د افغانانو د ځواکمن او متحد ملت تر سوال لاندې راولي او په سیمه د خپلې سلطې د ساتلو لویې موخې ترلاسه کړي.
د یادونې ده چې نن ګڼو افغان حکومتي چارواکو د جوبایډن په څرګندونو نیوکې کړې وې.
 
https://avapress.com/vdcfemd0ew6dxya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته