کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بنګله دېش په لومړي ځل د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام وګاټه

21 دلو 1398 ساعت 12:19

هند د ۱۹ کلنو لوبډلې لومړی بېټنګ وکړ او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې بنګله دېش ته د ۱۷۷ منډو هدف ورکړ.
د هند ټوله لوبډله په ۴۸ اورونو کې وسوځېدله. وروسته باران وشو او لوبه ۴۶ اورونو ته کمه شوه او هدف هم ۱۷۰ وټاکل شو.



د بنګله دېش دا هدف د اوو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۳ اورونو کې پوره او په لومړي ځل یې نړیوال جام وګاټه.
د هند په لوبډلې کې تر ټولو ډېرې منډې ۸۸ جایسوال وکړې. ده په سیمي‌ فاینل کې د پاکستان خلاف سلیزه کړې وه.
دا دیارلسم ځل دی چې د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوالې سیالۍ کیږي. هند تر نورو زیات څلور وارې، آسترالیا درې او پاکستان دوه وارې د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو اتلولۍ ګټلي دي.
افغانستان د ۲۰۲۰ کال په نړیوال جام کې اوم مقام وګاټه.
 


د مطلب کود: 203178

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203178/بنګله-دېش-په-لومړي-ځل-د-کرکټ-۱۹-کلنو-نړیوال-جام-وګاټه

آوا
  https://www.avapress.com