دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 203181
په کندوز کې طالبانو بند څخه ۱۷ تنه آزاد شوی دی
کندوز ملی امنیت ځواکونه وایی چی تیره شپه په یو خاص عملیات کې ۱۵ تنه نظامیان او ۲ ملکی وګړی د کندوز خان آباد په ولسوالی کې د طالبانو بند څخه آزاد کړی دی.

 
 
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-بلخ: احمد زبیر کریمی د کندوز ملی امنیت رییس، نن دوشنبه (۲۱ دلو) و افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دا ۱۵ تنه نظامیان او ۲ تنه ملکیان د خان آباد په ولسوالی کې د طالبانو په یوه بند کې وو چی تیره شپه د ملی امنیت ۰۹ قطعاتو خاص عملیات په ترڅ کې آزاد شوی دی.
 
د هغه په وینا دا کسان تراوسه ملی امنیت ریاست مقر ته نه دی رسیدلی او تراوسه یی هویت نه دی مشخص.
 
دا په داسی حال کې دی چی جاری کال کې لسګونه امنیتی سرتیری کندوز کې د طالبانو بند څخه آزاد شوی دی.
 
 
https://avapress.com/vdcaaenu649nw61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته