افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-هرات: سیدآقا ضیا حسینی د ۲۰۷ ظفر قول اردو مطبوعاتی آمر وایی چی دا مرکز د دولت مسلح مخالفانو ثابت او متحرک اهدافو له منځه وړلو لپاره رامنځته شوی دی.
د هغه په وینا، ددی مرکز هوایی چورلکی دا توان لری چی د شپی او ورځی هر وخت تر هدف لاندی راوړی.
له بل لوری، بریدجنرال زمری فیضی د ظفر قول اردو ارکان رئیس، په دی باور دی چی افغان هوایی ځواکونه د عصری فنونو ترلاسه کولو او جنګی او کشفی چورلکو سره مجهز کېدو سره به د سیمی امنیت تامین لپاره اغیزمنده واقع شی.
دا په داسی حال کې دی چی یو وخت راهیسی ظفر قول اردو، خپل هوایی بریدونه د هیواد غربی ولایتونو ناامنو سیمو کې ډير کړی دی چی هیواد مسلح مخالفنو ته سخت مالی او ځانی تلفات اړولی دی.