کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ځواکونو کندوز کې د طالبانو له مات کړي زندانه ۱۷ بندیان ازاد کړل

21 دلو 1398 ساعت 20:28

د ملي امنیت ځواکونو د کندوز په خان اباد کې د طالبانو یو زندان مات کړی او ۱۷ بندیان یې ترې خوشې کړي دي.
د کندوز امنیه قومندان عبدالرشید بشیر وایي، عملیات تېره شپه د د خان اباد په کوبي کلي کې د طالبانو په زندان ترسره شوي دي.
ښاغلي بشیر نه دي ویلي، چې په خوشې شویو بندیانو کې ملکیان او نظامیان څومره وو؟ خو امثره مهال د طالبانو له زندانونو څخه د عملیاتو په نتیجه کې سرتېري، محلي پولیس او ملي پولیس او ملکیان ازادیږي.
د بشیر په خبره چې په دې عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو کوم غړي او یا هم بندي ته زیان نه دی رسیدلی.
په تېر یو کال کې افغان ځواکونو د طالبانو تر ټولو ډېر زندانونه مات کړي دي.



د مطلب کود: 203205

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203205/افغان-ځواکونو-کندوز-کې-د-طالبانو-له-مات-کړي-زندانه-۱۷-بندیان-ازاد-کړل

آوا
  https://www.avapress.com