د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کي د ملي اردو سرتيرو په يوه ترافيکي پيښه کي يوه ملکي ښځه وژلي او درې نور کسان يې ټپيان کړي دي.
کندهار؛ ملي اردو یوه ښځه وژلې او ۳ نور يې ټپیان کړي
21 دلو 1398 ساعت 20:28
د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کي د ملي اردو سرتيرو په يوه ترافيکي پيښه کي يوه ملکي ښځه وژلي او درې نور کسان يې ټپيان کړي دي.
پېښه نن سهار لس بجې د دې ولسوالۍ په سنځري کلي کي هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي د ملي اردو د قطار موټر د ملکي خلکو د سراچه موټر سره ټکر وکړ.
د کندهار د والي وياند بهير احمدي د پيښي پخلی کوي او وايي چي په دې پېښه کي يوه ښځه وژل سوې او درې تنه نور ټپيان دي.
په ټپيانو کي د يوې ښځي ټپونه ژور وه او دا مهال په ميرويس روغتون کي تر درملني لاندي دي.
د مطلب کود: 203212