دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۹
د مطلب کود : 203227
د بادغیس اوسیدونکې د مخابراتی شبکو محدودیدو په وړاندی لاریون کړي
بادغیس مخابراتو ریاست دا مشکل تاییدوی او زیاتوی چی طالبانو ګواښونه ددی لامل شوی دی ترڅو مخابراتی شبکی خپل فعالیتونه کم کړی.

 
 
 
بادغیس ولایت اوسیدونکې نن قلعه نو ښار کې د مخابراتی شبکو فعالیتونو د محدودیدو په وړاندی لاس په لاریون وهلی دی.
 
لاریون کوونکې خبرداری ورکوی ترڅو چی مخابراتی شبکو خدمات ۲۴ ساعته نه شی، ددی مخابراتی شبکو څخه ګټه نه اخلی.
 
محمد شریف، یو تن لاریون کوونکو څخه وایی: موږ په دی لاریون کې د یو پنځه ماده ییز قطع نامه په لړ کې د طالبانو څخه وغوښتل چی د خلګو رفاع له منځه یونسی او مخابراتی شبکو فعالیتونه قطع نه کړی.
 
صابر، یو تن بل اعتراض کوونکې په دی اړه وایی: بادغیس کې د مخابراتی شبکو قطع کېدو په وړاندی مو دسته جمعی لاریون کړی دی. موږ ډیر زیان لیدلی او حکومت او مخالفینو څخه غواړو چی مخابراتی شبکی مختل نه کړی.
 
لاریون کوونکې وایی چی مخابراتی شبکی د لسو ورځو راهیسی په یوه ورځ او شپه کې یواځی شپږ ساعتونه کار کوی.
 
د بادغیس مخابراتو ریاست دا مشکل تاییدوی او زیاتوی چی طالبانو ګواښونه ددی لامل شوی دی چی مخابراتی شبکو فعالیتونه کم کړی.
 
 
دا اندیښنی په داسی حال کې څرګندیږی چی د دوو کالو راهیسی بادغیس ولایت مخابراتی شبکی په یوه شپه او ورځ کې ۱۲ ساعتونه فعالیت درلود.
 
https://avapress.com/vdcb5fb5zrhbg5p.q3ur.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته