دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 203238
پر خواله رسنیو اندې‍ښنو د غور څلي بیارغولو ته د چارواکو پام ورواړاوه
پر خواله رسنیو د غور جام څلي د احتمالي نړېدو په تړاو له اندېښنو وروسته، افغان کلتوري چارواکي وايي، ددغه څلي د بیارغاونې لپاره لنډمهالي او اوږدمهالي پلانونه لري، چې لومړي پړاو کې به څلي ته څېرمه د هریرود پاکول او د استنادي دېوال جوړول وي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي هغو اندېښنو ته په غبرګون کې چې د غور د جام څلي د نړېدو د احتمال په اړه په ټولنیزو شبکو کې څرګندېږي ویلي چې ددغه څلي د بیارغاونې لپاره لنډمهاله او اوږده مهاله پلان لري.
د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو اندېښنه ښودلې، که د دې منار بنسټ ټینګ نه کړل شي ښایي د راتلونکو احتمالي سېلابونو د بهېدو له امله له منځه ولاړ شي، خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونو ودانیو ساتنې او بیارغاونې ریاست وایي اندېښنې دومره جدي نه دي او د دې څلي د بیارغاونې او د هغه د بنسټ د ټینګولو لپاره دوه لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونه لري.
 
https://avapress.com/vdcdss0xjyt0zx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته