دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 203262
کابل، مارشال فهیم پوهنتون ته څیرمه موټربم چاودنه شوې

د کابل پنځمې ناحیې اړوند د خوشال خان مېنه کې د درنې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
د پنځمې ناحیې اوسېدونکي وایي، پېښه موټر بم چاودنه وه چې قمبر څلورلارې کې د مارشال فهیم اکاډمۍ ته څېرمه شوې چې شاهدان تر درنې چاودنې وروسته د وړو ډزو خبر هم ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، پیښه تلفات لري خو لا یې دقیق معلومات نه شي ویلی.
دا په کابل کې له مودې وروسته چاودنه ده چې کېږي.
پخوا داسې راپورونه وو چې طالبانو له امریکا سره د تاوتریخوالي راکمولو او په لویو ښارونو کې د لویو بریدونو نه کولو ژمنه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcaienuu49nwu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته