کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل، مارشال فهیم پوهنتون ته څیرمه موټربم چاودنه شوې

22 دلو 1398 ساعت 10:29



د کابل پنځمې ناحیې اړوند د خوشال خان مېنه کې د درنې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
د پنځمې ناحیې اوسېدونکي وایي، پېښه موټر بم چاودنه وه چې قمبر څلورلارې کې د مارشال فهیم اکاډمۍ ته څېرمه شوې چې شاهدان تر درنې چاودنې وروسته د وړو ډزو خبر هم ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، پیښه تلفات لري خو لا یې دقیق معلومات نه شي ویلی.
دا په کابل کې له مودې وروسته چاودنه ده چې کېږي.
پخوا داسې راپورونه وو چې طالبانو له امریکا سره د تاوتریخوالي راکمولو او په لویو ښارونو کې د لویو بریدونو نه کولو ژمنه کړې ده.
 


د مطلب کود: 203262

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203262/کابل-مارشال-فهیم-پوهنتون-ته-څیرمه-موټربم-چاودنه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com