کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې لومړنی “ګارسوني روباټ” او د خلکو غبرګونونه

22 دلو 1398 ساعت 10:05

د پلازمېنې کابل په شهر نو سیمه کې د ټایمز په نوم په یوه رسټورانټ کې د لومړي ځل لپاره رو باټ څخه د ګارسون یا کارکوونکي په توګه کار اخیستل کېږي، خو له ځانه سره یې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.
د رسټورانټ د مسوولینو پر وینا په دې روباټ کې ښېګڼه داده چې دا روبوټ کولی شي، په ډیر ښه شکل سره د مشتریانو غوښتنې د هوټل تر منېجره پورې ورسوي او هم مهاله جوړشوي خواړه هم تر مشتریانو پورې رسوي.


د ټایمز په نوم په کابل کې د دې رسټورانټ مسوول محمد رفیع شیرزاد وایي، “ځیني کورنۍ په کابل کې نه غواړي چې غړي یې په هوټل کې د یوه ګارسون په توګه کار وکړي چې له همدې امله یې روباټ څخه ګټه اخیستې ده.
هغه وایي، د روباټونو کار اخیستل داسې ټیکنالوجي ده چې سهولتونه رامنځته کوي او په دې ترتیب یې غوره وګڼله چې په افغانستان کې هم ترې ګټه پورته شي او هم مهاله خلک له ټیکنالوجۍ سره بلد شي.
په ټولنیزو رسنیو په هوټل کې د روباټ کارولو د خبر د خپریدا وروسته اوس په دغې هوټل ډیر خلک ورمات شوي دي هم د “روباټ” ننداره کوي او هم د کورنیو غړو سره یوځای پکې غرمنۍ او یاهم ماښامی تیروي.
خو په ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو د روبوټ په کارولو باندې کلکې نیوکې کړي دي او دایې د بیکارۍ پر مهال د افغانانو په حق کې تیری بللی دی.
په ټویټر او فسبوک باندې د “روباټ” د کارولو يه غبرګون یوه کاروونکي ” احمد ګل لیکلي ” موږ له بیکارۍ زوریږو، خو زمونږ د افغانانو کارونه سړی ځان پورې حیران کړي د روباټ کارونې پر ځای به مو یو بیکاره ځوان په کار ګمارلی و چې د کورنۍ اړتیاوې پوره شوې وې.”
دغه راز خبریال جان آغا بهار لیکلي ” د لوږې او بيکارۍ ناورین ګوره، او په روباټونو چارې مخته وړل؛ همدا د حماقت تعریف دی”
خبریال غازي عابد لیکلي” د مارکيټينګ تګلارې همداسې عجیبه وي. شاید تر یوه وخته ددې لپاره هم خلک هوټل ته ورشي او ورسره مشهور شي.
مقصد موږ وروسته پوهيږو چې دا کار هوټل او کاروبار ته یې څومره ګټه کولی شي.”
خو د رسټورانټ د مشر “محمد رفیع شیرزاد” پر وینا تر اوسه هیڅ د هوټل کارمند د روباټ له امله له دندې نه دی لیری شوی، بلکې د دې روباټ څخه کار اخیستل یوازې د بازار موندنې او د ټیکنالوجۍ کار اخیستل دي.
دغه مسوول وایي، د روباټ د فعالولو وروسته یې مشتریان دوه برابره ډیر شوي دي او غواړي نور نوښت هم وکړي څو ډیری خلک ورمات شي.
د ټایمز په نوم دغې رسټورانټ ته ورغلي مشتریان بیا وایي چې دا لومړی ځل دی د کابل په یوه هوټل کې روبوټي ګارسون ګوري.
دوی په افغاني ټولنه کې دا لوی پرمختګ بولي او وایي، چې په دې سره به ډیری افغانان هم کار کولو ته تشویق شي او ممکن د “روباټ” د جوړولو فکر ورکړل شي.
د یادولو ده چې دا دا روباټ نږدې دوه میاشتې وړاندې د تایمز رسټورانټ په غوښتنه په چین هېواد کې جوړ شوی دی.
 


د مطلب کود: 203264

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203264/کابل-کې-لومړنی-ګارسوني-روباټ-او-د-خلکو-غبرګونونه

آوا
  https://www.avapress.com