دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 203265
کندهار، د پولیسو په لیکو کې د طالبانو ۱۲ نفوذي کسان نیول شوي دي
د کندهار امنیتي چارواکي په دغه کې د ۱۲ نفوذي بريدګرو د نیول کېدو خبر ورکوي. د کندهار د امنیت امر رحمت الله اطرافي خبريالانو ته ویلي، چې د طالبانو ياد نفوذي کسان د پوليسو په ليکو کې ځای پر ځای شوي وو او غوښتل يې چې د موقعې څخه په استفاده تخريبي فعاليتونه ترسره کړي خو د کشفي معلومات پر اساس ونیول شول.

د کندهار د امنیت امر زیاته کړه چې ددې ترڅنګ دوه نور وسله وال او دوه وسله وال غله هم نیول شوي دي.
طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو دغه ډله په کندهار کې تل د خپلو نفوذي کسانو په مرسته ترهګریز بریدونه کوي.
تر ټولو لویه پېښه یې د والي زلمي ویسا په ساتونکو کې د خپل نفوذي کس په مرسته د جنرال عبدالرازق ترور و.
 
https://avapress.com/vdcd9s0xkyt0zx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته