کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنجاب ولسوالی کې واوری کوچ له امله په لسګونه مسافر بند پاته دی

22 دلو 1398 ساعت 11:16

 
بامیان ولایت سیمه ییز چارواکې وایی چی د پنجاب ولسوالی غورغوری سیمه کې واوری کوچ او سخت طوفان او سختو اوریدنې له امله ۵ فلانکوچ ډوله موټرونه د خپل سپرلیو سره بند پاته دی.
 



آوا خبرګزاری- بامیان: غلام نبی قنبری د بامیان ولایت عامه روغتیا ګټو ریاست اداری آمر وویل: د ۵ څخه ډیر فلانکوچ ډوله موټرونه د خپل سپرلیو سره چی نږدی ۳۰ کسانو ته رسیږی د پنجاب ولسوالی غورغوری سیمه کې بند پاته دی.
 
ښاغلی قنبری وایی چی که څه هم واورو پاکولو ټیم د کار په حال کې دی خو د واوری کوچ طول د ۱۵۰ متر او ضخامت یی نږدی څلور او نیم مترو ته رسیږی.
 
هغه وایی چی دا موضوع د بامیان ولایت پیښو سره مبارزی ریاست سره شریک کړی دی.
 
بامیان عامه روغتیا ګټو ریاست مسئولین وایی چی ددی لاری نه خلاصیدو په صورت کې به مسافرین مسکونی کورونو کې ځای پرځای شی.
 
په همدی حال کې محمد جان، یو تن ګیر پاته کسان آوا خبرګزاری ته وویل: هوا ډیر سړه ده او طوفان هم شته که دا لاره خلاصه نه شی د ځینو کسانو مړه کېدو امکان شته.
 
 


د مطلب کود: 203268

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203268/پنجاب-ولسوالی-کې-واوری-کوچ-له-امله-په-لسګونه-مسافر-بند-پاته-دی

آوا
  https://www.avapress.com