دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۰۶
د مطلب کود : 203315
حکمتیار: هیڅ نهاد یا کس د افغانستان سولې وتو حق نه لری
ګلبدین حکمتیار د افغانستان اسلامی ګوند رهبر وایی چی سوله د افغانستان ټولو خلګو غوښتنه ده او هیڅونک او یا کوم نهاد یی د وتو حق نه لری.

 
 
 
ګلبدین حکمتیار د افغانستان اسلامی ګوند رهبر نن( سه شنبه، ۲۲ دلو) په کابل کې په یو خبری کنفرانس کې وویل چی سوله ترټولو مهم ملی قضیه او د هیواد خلګو غوښتنه ده، هیڅوک باید دا حق وتو نه کړی.
 
هغه وویل چی تراوسه هیڅ قبول وړ مرجع چی وکولای شی د سولې او سولې مذاکره کوونکې هیات په اړه تصمیم ونیسی، رامنځته شوی نه دی.
 
ښاغلی حکمتیار زیاته کړه: دری ټاکنیز ټیمونه د هغه په مشری، اشرف غنی او عبدالله د سیاسی شخصیتونو سره یوځای د حامد کرزی په محوریت راټول شی او یو بل سره د سولې لپاره یو سیاسی اجماع په اړه توافق وکړی.
 
حکمتیار همدارنګه وویل: د افغانستان جګړه یواځي بین الافغانی مذاکراتو له لاری حلیدو وړ دی او باید امکان په صورت کې افغانستان دننه او بیله هغه یو بی طرفه هیواد کې ترسره شی.
 
 
https://avapress.com/vdcjvte8iuqeytz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته