دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۲۳:۲۲
د مطلب کود : 203318
د پښتون سټوډنټس فډریشن مشر امتیاز وزیر ادعا کړې چې پاکستان د امریکا د مرستو په پيسو تېرو ۱۶ کلونو کې ۷۰ زره پښتانه وژلي دي. امتیاز وزیر چې پخپله هم له شمالي وزیرستانه بې کوره شوی دی وايي، درې کاله یې په افغانستان کې د تبعید ژوند وکړ او درې میاشتې يې په عربي اماراتو کې تېرې کړې، خو اوس اړ دی چې په هند کې د پناه غوښتنه کوي.

امتیاز وزیر له نړیوالې رسنۍ دي ویک سره په مرکه کې ویلي، تېر کال په سپټمبر کې پاکستان د کشمیر موضوع دې لپاره راپورته کړه چې د اقلیتونو د ټول وژنې په تړاو پاکستان ته متوجه شوې نړۍ وغولوي او پام یې واړوي.
نوموړي نیوکه کړې چې پاکستان په خپله پالیسۍ کې د ترهګرۍ د ځپلو په نامه پښتون وژنه ځای کړې ده او نړیوال په یوه او بله بهانه دې لپاره غولوي چې د پښتنو ټول وژنه جاري وساتي: (( موږ له نړیوالې ټولنې او امریکا غواړو چې پر پاکستان فشارونه راوړي ترڅو له دې کاره لاس واخلي او پر پښتنو نظامي ځواک ونه کاروي.))
نوموړي ټینګار کړی چې که نړیواله څېړنه د پښتنو په سیمو کې وشي، معلومه به شي چې دا خلک ترهګر نه دي، بلکې ترهګرې او افراطیت پرې د پاکستان لخوا تپل شوی دی: (( امریکا باید ژر تر ژره په پاکستان خپلې نظامي مرستې ودروي، ځکه پاکستان په دغو مرستو پښتانه وژني او ترهګرو ته پرې پناه او روزنه ورکوي.))
د امتیاز وزیر په خبره پاکستان یو وار بیا په پيښور او پښتنو سیمو کې طالبان زیات کړي او حقاني شبکې او طالبانو ته یې ازادانه دفترونه پرانیستي دي، تر څو په سیمه کې دوی ته لابي وکړي او نوې نیابتي جګړه پرې پیل کړي.
امتیاز وزیر چې پښتون فعال دی له یوې مودې راهیسې افغانستان ته راغلی و، خو وايي د دغه هیواد د حکومت ملاتړ یې ترلاسه نه کړای شو، ځکه یې هند ته پناه وړې ده.
 
https://avapress.com/vdccs1qi42bqx18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته