کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي امنیت ګلبهار سنټر کې د داعش نهه کسیزه ډله نیولې

22 دلو 1398 ساعت 23:25

: ملي امنیت د یو لړ هدفي عملیاتو په ترڅ کې د ګلبهار سوداګریز مرکز څخه د داعش له ترهګرې ډلې سره د همکارۍ په تور نهه کسان نیولي دي.


دغه شبکه له هیواده بهر د حارث په نوم کس رهبري کوله خو د محمد ادریس په همکارۍ دغې شبکې د ګلبهار سنټر په دوهم پوړ کې د دارالحجاب په نوم دوکان چلاوه، په موسی کلا کې یې د معاملاتو لارښود درلود او په شهزاده سرای کې یې صرافي هم لرله، تر څو خپله ترهګره له مالي پلوه تمویل کړي.
دغې ډلې ته به یې مشر حارث له اروپایي هیوادونو د خیرات او زکات په نوم پیسې راټولولې او د بیوزلو په نوم به ی‌ې را استولې.
ملي امنیت ریاست وایي نیول شويو کسانو به د داعش غړو د ټپونو درملنه کوله تو او د هغوی کورنیو ته به یې بیلابیلو ولایتونو ته پیسې لیږلې.
 


د مطلب کود: 203319

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203319/ملي-امنیت-ګلبهار-سنټر-کې-د-داعش-نهه-کسیزه-ډله-نیولې

آوا
  https://www.avapress.com