کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا ولسمشر د طالبانو سره د سولي تړون په مشروط ډول منلی

23 دلو 1398 ساعت 12:14

ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک ته په مشروط ډول چمتووالی ښودلی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوشمېر امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې که طالبان د تاو تریخوالي کمېدو ژمنه عملي کړي، نو د امریکا ولسمشر چمتو دی چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه بهر کړي.
ورځپاڼه وایي، طالبانو ژمنه کړې چې د توافق د لاسلیک پرمهال به تاو تریخوالی کموي او په دې ډول به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافق ته زمنیه مساعده شي.
ورځپانې ته امریکایي چارواکو ویلي، د امریکا بهرنیوچارو وزیر مایک پمپیو له افغان چارواکو سره په خبرو کې دغه موضوع روښانه کړې ده.



د مطلب کود: 203344

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203344/د-امریکا-ولسمشر-طالبانو-سره-سولي-تړون-په-مشروط-ډول-منلی

آوا
  https://www.avapress.com