دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 203344
ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک ته په مشروط ډول چمتووالی ښودلی. نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوشمېر امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې که طالبان د تاو تریخوالي کمېدو ژمنه عملي کړي، نو د امریکا ولسمشر چمتو دی چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه بهر کړي. ورځپاڼه وایي، طالبانو ژمنه کړې چې د توافق د لاسلیک پرمهال به تاو تریخوالی کموي او په دې ډول به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافق ته زمنیه مساعده شي. ورځپانې ته امریکایي چارواکو ویلي، د امریکا بهرنیوچارو وزیر مایک پمپیو له افغان چارواکو سره په خبرو کې دغه موضوع روښانه کړې ده.
https://avapress.com/vdcbafb5arhbgfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته