کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل یو وار بیا د تروریستانو په خونړي برید کې د ملکي مرګ ژوبلې شاهد دی!

23 دلو 1398 ساعت 12:53



افغان ولس د کابل پرونی غوندۍ پېښې په څېر بشري ضد جنایت محکوموي او د تاوتریخوالي او جنګ پای ته رسول اوسوله غواړي.
د دولت وسله وال مخالفین له یوې خوا د مذاکراتو په مېز خپلې غوښتنې او د امتیاز غوښتلو په پار فرمایشونه وړاندې کوي خو بل پلو یې د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف د افغان حکومت، افغان ولس او نړیوالو له بار بار غوښتنو سره سره یې بیا هم زور زیاتي او بریدونو ته زور ورکړی چې د کابل ننۍ چاودنه یې ښه بېلګه کیدای شي.
د اسلام ، خاورې او ولس دښمنانو دا ځل ببا هم د ښار په مینځ او د خلکو په پراخه ګڼه ګوڼه کې موټربم حمله وکړه چې له امله یې د دوو سرتېرو په ګډون څو تنه عام وګړي شهیدان او زخمیان کړل.
دې چاودنې د کابل ښاریان په ذهني او روحي ډول هم سخت وځورول او ګڼ شمېر کورنۍ د ویر په ټغر کیناستې. وسلوالو طالبانو نه یوازې د جګړې د درولو او اوربند ته د هو ویلو جرات ونشو کړای بلکې هممهاله یې خپلو وحشي بریدونو ته دوام ورکړی او د افغانانو ژوند یې له سختیو او کړاوونو سره مخ کړی.
که وسله وال مخالفین ریښتیا د جګړې پر ځای د سولې لار خپلول غواړي نو سمدستي دې تاوتریخوالی ختم او اوربند اعلان کړي چې دا د افغان ولس د کلونو کلونو ارمان دی.
د کابل وروستۍ چاودنه په کور د ننه او بهر له سختو غبرګونونو او پراخو غندنو سره مخ شوه. عام باور هم دا دی چې د افغان وژنې تر ټولو لوی لامل وسله وال طالبان دي چې د هر راز بشري حقونو په نه رعایت او انساني کرامت ته په نه احترام ملامت دي او هېڅکله یې د عامو خلکو ژوند ته ارزښت نه دی ورکړی.
افغان ولس یو وار بیا له وسله والو طالبانو، حقاني تروریستي سازمان او نورو جنګي ډلو نه غوښتنه کوي چې د جاهلیت او وحشت پر ځای سمه او حقه لار غوره کړي ، له تاوتریخوالي او وژنو لاس په سر او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
 


د مطلب کود: 203354

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203354/کابل-یو-وار-بیا-د-تروریستانو-په-خونړي-برید-کې-ملکي-مرګ-ژوبلې-شاهد-دی

آوا
  https://www.avapress.com