دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۲
د مطلب کود : 203356
یو ځوانه انجلۍ د خپل ورور له لوری په فاریاب کې په قتل رسیدلی ده
تیره ورځ غرمی نه وروسته یو کس د فاریاب مرکز میمنه ښار کې خپل ۱۴ کلنه خور د چاقو په واسطه په قتل رسولی دی او خپله هم د پولیس له لوری نیول شوی دی.

 
 
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-بلخ: عبدالکریم یورش د فاریاب پولیس ویاند، نن چهارشنبه ۲۳ دلو افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې وویل چی شفیقه ۱۴ کلنه د کورنۍ تاوتریخوالی له امله د خپل ورور صبغت الله له لوری د میمنه په ښار کې د چاقو په واسطه ټپی شوی او روغتون ته رسیدو نه مخکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 
د هغه په وینا تیره شپه ۸ بجی مظنون شخص د فاریاب ولایت امنیه قوماندانی جنایی جرمونو سره مبارزی مدیریت منسوبینو له لوری نیول شوی دی.
 
دا په داسی حال کې دی چی اخیرو میاشتو کې کورنۍ تاوتریخوالی شمالی ولایتونو کې د لسګونو ښځو ژوند اخیستی دی.
 
https://avapress.com/vdcenx8wpjh87xi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته