کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یو ځوانه انجلۍ د خپل ورور له لوری په فاریاب کې په قتل رسیدلی ده

23 دلو 1398 ساعت 13:12

تیره ورځ غرمی نه وروسته یو کس د فاریاب مرکز میمنه ښار کې خپل ۱۴ کلنه خور د چاقو په واسطه په قتل رسولی دی او خپله هم د پولیس له لوری نیول شوی دی.



 
 
آوا خبرګزاری-بلخ: عبدالکریم یورش د فاریاب پولیس ویاند، نن چهارشنبه ۲۳ دلو آوا سره په خبرو کې وویل چی شفیقه ۱۴ کلنه د کورنۍ تاوتریخوالی له امله د خپل ورور صبغت الله له لوری د میمنه په ښار کې د چاقو په واسطه ټپی شوی او روغتون ته رسیدو نه مخکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 
د هغه په وینا تیره شپه ۸ بجی مظنون شخص د فاریاب ولایت امنیه قوماندانی جنایی جرمونو سره مبارزی مدیریت منسوبینو له لوری نیول شوی دی.
 
دا په داسی حال کې دی چی اخیرو میاشتو کې کورنۍ تاوتریخوالی شمالی ولایتونو کې د لسګونو ښځو ژوند اخیستی دی.
 


د مطلب کود: 203356

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203356/یو-ځوانه-انجلۍ-د-خپل-ورور-له-لوری-په-فاریاب-کې-قتل-رسیدلی-ده

آوا
  https://www.avapress.com