دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 203357
د طالبانو بندیانو پوری اړوند چاری، د افغانستان حکومت په صلاحیت کې دی
عبدالسلام رحیمی، د دولت وزیر د سولې په چارو کې په کابل کې د امریکا سفیر معاونی سره په لیدنه کې، د طالب بندیانو لپاره د افغانستان حکومت اغیزمنده اقداماتو څخه خبر ورکړی دی.

 
 
 
 
عبدالسلام رحیمی د آغلۍ کرن دیکر، د امریکا متحده ایالاتو سفیر معاونې او دنت پرادیسو، ددی هیواد سفارت سولې برخی مسؤول سره په کابل کې لیدنه کړی او سولې پروسی پرمختګونو او قطر مذاکراتو پوری اړوند موضوعاتو باندی ژغیدلی دی.
 
رحیمی په دی لیدنه کې ویلی دی چی طالب بندیانو پوری اړوند چاری، د افغانستان حکومت په صلاحیت کې دی او حکومت هم ددی لپاره لازام اقدامات په لاس کې لری.
 
دولت وزیر سولې چارو کې ټینګار کې چی سولې پروسی ډيرو مسایلو کې، ډير سیاسیون د حکومت سره همژغۍ دی او حکومت د ټولو سیاسیونو طرحی او نظریات په نظر کې لری.
 
له بل لوری هم د امریکا سفیر معاون په کابل کې ویلی دی چی طالبان د افغانستان دولت سره تاوتخریوالی کمېدو طرحی وړاندیز کړی دی او دا ډله د خپل طرحی جزئیات به شریک کړی.
 
دا په داسی حال کې دی چی افغانستان سولي خبری اتری په دوحه کې نوری مرحلی ته وردننه شوی او تیره شپه مایک پمپئو، د امریکا خارجه وزیر د ملی وحدت حکومت سرانو سره په تلیفونې اړېکه کې په دوحه کې د مذاکراتو پرمختګ څخه خبر ورکړی دی.
 
 
https://avapress.com/vdcftmd0ew6dxma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته