کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا د ملي امنیت سلاکار په نږدې ورځو کې د سولې تړون د لاسلیک کیدو خبر ورکړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 دلو 1398 ساعت 13:30

د امریکا د ملي امنیت سلاکار، رابرټ اوبراین خوشبیني ښودلې چې په راتلونکو څو ورځو یا اونیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه وشي.



رابرټ اوبراین ویلي امریکا له طالبانو سره د تاوتریخوالي کمولو برخه کې هوکړې ته نږدې شوې ده او تمه کیږي چې سولې هوکړه ژر لاسلیک شي.
هغه ویلی د هوکړې په صورت کې به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل تدریجي وي.
د امریکا ملي امنیت سلاکار په واشنګټن کې د اتلانتیک شورا په کوربه توب مراسمو په ترڅ کې ویلي باوري دی چې له طالبانو سره د سولې بهیر کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
رابرټ اوبراین ویلي: "ولسمشر دا مسله روَښانه کړې ده چې د تاوتریخوالي کموالی او د افغانانو ترمنځ مذاکرات ددې خبرو پرمختګ له پاره زمینه برابروي.که چیرې دا دوه توکي او نور شرایط برابر شي موږ کولای شو هوکړې ته ورسیږو. فکر کوم چې کولای شو ښه خبرونه د افغانستان له پاره ولرو.نو له همدې امله باید صبر وکړو او د څو ورځو یا اونیو له پاره منتظر پاتې شو. غواړو کورونو ته ستانه شو، خو دا کار باید دداسې شرایطو له مخې وشي چې پر بنسټ یې افغانستان کې زموږ او زموږ د ملاتړو امنیت خوندي شي."
د سولې خبرو څخه یوه باخبره چارواکي ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي کمښت په صورت کې د دې احتمال شته چې امریکا او طالبان د سولې هوکړه لیک د لسو ورځو په لړ کې لاسلیک کړي.
بله خوا نیویارک ټایمز ورځې پاڼې هم د امریکایي سرچینو له قوله لیکلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمولو په صورت کې د تړون لاسلیک کیدل منلي دي.
 


د مطلب کود: 203358

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203358/د-امریکا-ملي-امنیت-سلاکار-په-نږدې-ورځو-کې-سولې-تړون-لاسلیک-کیدو-خبر-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com