کریم صادق: شاه سوار دې سندرې نه وایي هره میاشت ۲۰ زره کلدارې ورکوم

24 دلو 1398 ساعت 11:40

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی کریم صادق وایي، که چېرې سندرغاړی شاه سوار د اقتصادی ستونزو له کبله د تبلیغ لار پریږدي او سندرې ویل بیا غواړي نو دی تیار دی چې د میاشتې ورته ۲۰ زره کلدارې د الله تعالی د رضا لپاره برابرې کړي.
کریم صادق دغه اعلان د خپل ورور تاج ملوک عالم یوه پوسټ ته په کمېنټ کې کړی دی، هغه لیکلي” که چېرې رښتیا هم شاه سوار اقتصادي مشکلات لري او غواړي له همدې امله د تبلیغ لار پریږدي، نو دی به ورته هره میاشت د الله تعالی د رضا لپاره شل زره کلدارې برابرې کړي څو لږه ګزاره پرې وکړي”
د سندرغاړي شاه سوار د تازه څرګندونو وروسته کریم صادق د تاج ملوک عالم دې پوسټ ته په ځواب کې هره میاشت د شل زره کلدارو ورکولو اعلان کړی دی.”



شاه سوار پرون په یوې ویډیوي پیغام کې اعلان وکړ چې نوموړي نږدې دوه کال د تبلیغ په لاره کې خپل ژوند تېر کړ، خو داسې څوک پیدا نه شو چې له هغه د روان ژوند په اړه وپوښتي نو له همدې اقتصادي ستونزو له کبله غواړي بیرته د موسیقۍ ډګر ته را ووځي.
د پښتون سندرغاړي شاه سوار دغې پرېکړې سره نږدې ۹۹ سلنه خلک مخالف دي او د ټولنیزو رسنیو له لاري هغه ته په غبرګون کې ویلي دي”” په دا ډول سترې تېروتنې سره دې خپل ژوند مه تباه کوه او بیرته دې له خپلې پرېکړې تېر شه خو شاه سوار د خلکو خبرې نه مني او غواړي بیا دې ډګر ته راشي.”
شاه سوار د خلکو د غبرګونونو وروسته هم په یوې بله ویډیو کې ویلي دي چې”‘ شاوخوا دوه کاله مې تبلیغ وکړ، خو هیچامې پوښتنه ونه کړه، اوس بیاځلي سندرې پیلول غواړم البته دا سندرې به معیاري وي، غواړم په دې توګه دواړو دونیا او اخیرت ته کار وکړم”
د شاه سوار پرله پسې ویډیو ګانې په ټولنیزو رسنیو لاس په لاس شوي دي او په دې کار سره یې د خپلو مینوالو له لاسه ورکولو ترڅنګ خلک غوسه کړي هم دي.
خلک وایی، شاه سوار په وروستیو کې ډیره ښه لار غوره کړې وه، خو په دې کار سره به خپله وروستۍ خاتمه هم خرابه کړي او د اسلام تبلیغ هغه جزبه چې له نوموړي سره شته هغه به هم له منځه ولاړه شي.
د شاه سوار ملګري هم وایي، چې نوموړی د تبلیغ پر مهال له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی او غواړي چې له همدې امله بیرته د موسیقۍ ډګر ته راووځي، خو دوی وایي پوره پوره هڅه به وکړي چې نوموړی له دا ډول سترې تېروتنې وژغوري.
شاه سوار شاوخوا ۲۷ کاله عمر لري د پاکستان په صوابۍ کې زیږیدلی دی، د خپل ژوند ډیره برخه یې په کراچۍ کې تېره کړې ده هغه په لومړیو کې موسیقي کوله، بیا یې تبلیغ ته لاس واچولو او اوس بیا د موسیقۍ ډګر ته راځي.
د یادولو ده کله چې شاه سوار کال وړاندې تبلیغ ته تللی و هغه مهال یې په خپلې یوې مرکه کې ویلي و چې ګواکې په تېر ژوند او سندرو ویلو باندې پښېمانه دی، خو نن بیاځلي همدې ډګر ته را روان دی.
 


د مطلب کود: 203359

دمطلب پته: https://www.avapress.com/ps/news/203359/کریم-صادق-شاه-سوار-دې-سندرې-نه-وایي-هره-میاشت-۲۰-زره-کلدارې-ورکوم

آوا
  https://www.avapress.com