کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان، د خپلو ۳ لوړ پوړو چارواکو لخوا افغانانو ته د شناختي کارډونو د ورکړې دوسیه څېړي

23 دلو 1398 ساعت 13:52

: پاکستان د شناختي کارډونو د ادارې د څلور چارواکو پر ضد ۱۱ افغان کډوالو ته د شناختي کارډونو د توزیع کولو په دوسیه کې پلټنې روانې کړې دي.
پاکستاني رسنۍ وايي، په دغو چارواکو کې یو د نادرا ادارې مرستیال مشر او ۳ نور چارواکي دي چې په اړه یې ځانګړې پلټنې روانې کړې دي خو په دغو پلټنو کې څرګنده شوې چې یادو کسانو له یو څخه زیاتو افغان کډوالو ته شناختي کارډونه ورکړي دي.



نادرا اداره وايي، هغه افغان وګړي چې پاکستاني شناختي کارډونه ورکول شوي وو، د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې ورته د سپيناوي د ورکړې یاداښت ورکړل شوی و،مګر هغوی چې سپیناوي ته حاضر شوي نه دي دوی یې هم شناختي کارډونه منسوخ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان یو سناتور طلحه محمود ادعا کړې چې د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کې د افغانستان د استخباراتو یو غړي ته د پاکستان کمپیوټري شناختي کارډ ورکول شوی دی.
دغه پاکستاني سناتور ادعا کړې چې په پاکستان کې اوسمهال سلګونه افغانان شناختي کارډونه لري.
په دې تړاو د پاکستان د حکومت له اقداماتو وروسته یوازې په لاهور کې ۱۵۰ داسې افغان تاجیکان نیول شوي دي چې پاکستاني شناختي کارډونه یې لرل او اوس دغه ټول اسناد وربلاک کړای شوي دي.
 


د مطلب کود: 203364

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203364/پاکستان-د-خپلو-۳-لوړ-پوړو-چارواکو-لخوا-افغانانو-ته-شناختي-کارډونو-ورکړې-دوسیه-څېړي

آوا
  https://www.avapress.com