کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حافظ سعید په ۱۱کاله بند محکوم شو

23 دلو 1398 ساعت 19:59

په لاهور کې د ترهګرۍ ضد ځانګړې محکمې د جماعت الدعوة ډلې مشر حافظ سعید ته په دوه قضیو کې د یوولس کلن بند سزا واوروله.

په لاهور او ګوجرانواله کې دوه جلا ثبت شویو قضیو کې محکمې حافظ سعید ته د پنځه نیم ، پنځه نیم کلونو بند سزا ورکړې ده. نوموړی د ترهګرۍ لپاره د بسپنې په راټولو او د ناقانونه ډلې غړیتوب تور لګول شوی و.

خو د پاکستان د قانون له مخې حافظ سعید به یوازې پنځه نیم کاله په بند کې تیروي ، ځکه دواړه سزاګانې په یو مهال عملي کیږي.

په ۲۰۱۹ کال کې د حافظ سعید په ګډون د دې ډلې یو شمېر مشران د ناقانونه بسپنې په راټولولو رسما تورن شوي و، هغه وخت دوی له لګول شوي تورونه بې بنسټه ګڼلې و، او ادعا یې کوله چې پر پاکستان د نړیوال فشار له کبله د دوی پرضد دا قضیه جوړه شوې ده.



د مطلب کود: 203378

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203378/حافظ-سعید-په-۱۱کاله-بند-محکوم-شو

آوا
  https://www.avapress.com