دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۸
د مطلب کود : 203379
حافظ سعید په ۱۱کاله بند محکوم شو
په لاهور کې د جماعت الدعوة ډلې مشر حافظ سعید ته په دوه قضیو کې د یوولس کلن بند سزا واوروله.

په لاهور او ګوجرانواله کې دوه جلا ثبت شویو قضیو کې محکمې حافظ سعید ته د پنځه نیم ، پنځه نیم کلونو بند سزا ورکړې ده. نوموړی د ترهګرۍ لپاره د بسپنې په راټولو او د ناقانونه ډلې غړیتوب تور لګول شوی و.
خو د پاکستان د قانون له مخې حافظ سعید به یوازې پنځه نیم کاله په بند کې تیروي ، ځکه دواړه سزاګانې په یو مهال عملي کیږي.
په ۲۰۱۹ کال کې د حافظ سعید په ګډون د دې ډلې یو شمېر مشران د ناقانونه بسپنې په راټولولو رسما تورن شوي و، هغه وخت دوی له لګول شوي تورونه بې بنسټه ګڼلې و، او ادعا یې کوله چې پر پاکستان د نړیوال فشار له کبله د دوی پرضد دا قضیه جوړه شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcjate8huqeytz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته