خوښ ديک ۰

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار: ژر به د سولې تړون لاسلیک شي

د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین خبر ورکړی چې ډیر ژر به دطالب او امریکایي مرکچیانو ترمنځ بشپړه شوې توافقنامه لاسلیک شي. رابرټ اوبراین همدا راز وایي، چې امریکا او طالبان د تاوتریخوالي پر کمولو هوکړې ته رسېدلي دي. نوموړي زیاته کړې چې له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې ښه پرمختګونه شوي دي، چې دا به افغانانو ته د تلپاتې سولې سبب شي: (( د افغانستان لپاره ښه خبرونه پر لاره دي.))

داپه داسې حال کې ده چې تیره شپه دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم له ولسمشر غني او اجرائیه رئیس سره په تیلیفوني خبرو کې د سولې پروسه کې د مهمو پرمختګونو خبر ورکړی دی.
همدا راز نیویارک ټایمز ویلي، چې ولسمشر ټرمپ هم په مشروط ډول له طالبانو سره د سولې هوکړه منلې ده چې له مخې به یې طالبان پایداره تاوتریخوالی راکموي.
 
چهارشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۶
د مطلب کود: 203386 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *