د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین خبر ورکړی چې ډیر ژر به دطالب او امریکایي مرکچیانو ترمنځ بشپړه شوې توافقنامه لاسلیک شي.
رابرټ اوبراین همدا راز وایي، چې امریکا او طالبان د تاوتریخوالي پر کمولو هوکړې ته رسېدلي دي.
نوموړي زیاته کړې چې له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې ښه پرمختګونه شوي دي، چې دا به افغانانو ته د تلپاتې سولې سبب شي: (( د افغانستان لپاره ښه خبرونه پر لاره دي.))