کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دسولي په پروسه کي دي عدالت او دقربانیانوحقونو ته ځانګړې پاملرنه وسي

24 دلو 1398 ساعت 11:41

په همدې اړه دبشري حقونو په سمیز دفترکي د دولتي مسولینو، دملګرو ملتونو اړوند دیوناما مسولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، درسنیو استازو دمدني ټولنو غړو اوګڼو میرمنو پکښي برخه لرل.
په ټولنیزو چارو کي دولایت مقام مرستیال او نورو ویناوالو د جګړې پر ښکېلو غاړو د دایمي اوربند او سولي ږغ وکړ او وویل دسولي په روانه پروسه کي دي بشري، دښځو، او د جګړې دقربانیانو حقونو ته ځای ورکول سي.



په دې اړوند جوړ سوي کنفرانس کي دبشري حقونو دخپلواک کمیسون دسمیز دفتر سرپرست رئیس شمس الدین تنویر په ټول هیواد کي دسرتاسري سولي دراتلو په خاطر، په جنګ کي دښکیلو غاړو وغوښتل، چي لومړی اوربند او وروسته سوله وکړي، څو افغانان دیو آرام ژوند خاوندان و اوسي.
تنویر دبیګنا افغانانو رواني وژني داندیښني وړ او خواشني کوونکي وبللې اوپه ټولو هیوادوالو يې ږغ وکړ، چي په ګډه دروانو بدبختیو څخه دخلاصون لپاره دسولي پروسي همکاري وکړي.
په ټولنیزو چاروکي دولایت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګیري وویل سوله دټولو افغانانو غوښتنه ده او دافغانستان اسلامي جمهوریت ترچتر لاندي د تلپاتي سولي لپاره ملي طرحه جوړه سوې، چي پکښي دبشري حقونو، ښځو او قربانیانو حقونو ته ځای ورکول سوی.
ښاغلي دستګیري دقانون دحاکمیت په برخه کي دخلګو په رول اوهمکارۍ هم خبري وکړې او دټولو اوسیدونکو څخه يې وغوښتل، چي په دغه برخه کي دولایتي ادارې سره همکاره سي.
 


د مطلب کود: 203389

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203389/دسولي-په-پروسه-کي-دي-عدالت-او-دقربانیانوحقونو-ته-ځانګړې-پاملرنه-وسي

آوا
  https://www.avapress.com