کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تېلو او ګازو اتحادیې مسؤلینو دکندهاروالي سره وکتل

24 دلو 1398 ساعت 16:39

د ګازو او تېلو اتحادیې مسؤلینو ولایت مقام کې کندهار والي حیات الله حیات سره لیدنه کې وویل، په ښار کې د احتمالي خطرونو د پېښېدو د مخنیوي په موخه یې د ګازو شرکتونه له ښاره لیرې ساحې ته انتقال کړي او په ښار کې یوازې فرعي نماینده ګي لري، خو په وینا یې د ځینو مسؤلینو له لوري وخت ناوخته د یادو فرعي څانګو د فعالیت پر وړاندې خنډونه رامنځته کېږي.

دوی د یادې ستونزې ترڅنګ یو شمېر نورې حقوقي ستونزې هم شریکې کړې او له کندهار والي یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.



کندهار والي حیات الله حیات راغلو مسؤلینو ته ښه راغلاست ووایه او د تېلو او ګازو د نرخونو د کنټرول په برخه کې يې د هغوی د وروستیو هڅو قدرداني وکړه.
ښاغلي حیات له دوی څخه وغوښتل، چې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه ولایتي ادارې سره شریکې کړې، څو د یو ګډ هیئت په مرسته په خپل وخت لازم اجراات ترسره شي.
کندهار والي ولس ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او د نرخونو پر لا کنټرول ټینګار وکړ او د تېلو او ګازو اتحادیې مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د ورکړل شوې لایحې مطابق تېل او ګاز وپلوري.
 


د مطلب کود: 203414

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203414/د-تېلو-او-ګازو-اتحادیې-مسؤلینو-دکندهاروالي-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com