د ګازو او تېلو اتحادیې مسؤلینو ولایت مقام کې کندهار والي حیات الله حیات سره لیدنه کې وویل، په ښار کې د احتمالي خطرونو د پېښېدو د مخنیوي په موخه یې د ګازو شرکتونه له ښاره لیرې ساحې ته انتقال کړي او په ښار کې یوازې فرعي نماینده ګي لري، خو په وینا یې د ځینو مسؤلینو له لوري وخت ناوخته د یادو فرعي څانګو د فعالیت پر وړاندې خنډونه رامنځته کېږي.
دوی د یادې ستونزې ترڅنګ یو شمېر نورې حقوقي ستونزې هم شریکې کړې او له کندهار والي یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.