کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان پوهنې وزارت ۵۰ زره مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري

24 دلو 1398 ساعت 12:04

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، تر ۵۴ زره ښوونکو ته اړتیا شته چې د ښوونې او روزنې د کیفیت په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. دمګړۍ په ټول افغانستان کې شاوخوا نهه میلیونه زدکوونکو ته دوه سوه دوه ویشت زره ښوونکي زدکړي ورکوي.


د غزني ښار کې ګڼ شمېر زدکوونکي په یوه کورس کې د زدکړو لپاره راټول شوي. ډېری دا زدکوونکي د غزني د ولسوالیو د لېسو او منځنيو ښوونځیو زدکوونکي دي. دوی له لیرې ولسوالیو غزني ښار ته راغلي دي.
دوی وايي، د ولسوالیو په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو نشتوالی او د درسونو ټیټ کیفیت د دې سبب شوی، چې د ژمي په سړه هوا کې له ستونزو او ډېرو لګښتونو سره سره د ښوونځیو د مضمونونو درسونه په خپل لګښت په خصوصي کورسونو کې مخته بوځي.
 


د مطلب کود: 203417

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203417/د-افغانستان-پوهنې-وزارت-۵۰-زره-مسلکي-ښوونکو-ته-اړتیا-لري

آوا
  https://www.avapress.com