د چین هویئی ولایت چارواکې نن ددی ویروس له امله مړه شویو کسانو شمیر ډيریدو څخه خبر ورکړی دی. همدارنګه نړیوال روغتیایی کارپوهان په نورو هیوادونو کې ددی ویروس خپریدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د رویترز په وینا، هویئی ولایت صحی چارواکې ویلی دی، یواځي د چهارشنبه په ورځ ۲۴۲ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوی دی.
په دی توګه د کرونا ویروس له امله مړه شوو کسانو شمیر ۱۳۵۰ تنو ته ورسید.
په دی حال کې پنجشنبه ورځ ۱۴ زره او ۸۴۰ نوی پیښی د کرونا په ویروس اړوند هویئی ولایت کې ریپورت ورکړل شوی دی. ویل کیږی چی کرونا ویروس باندی اخته کسانو شمیر نږدی ۶۰ زره کسان دی.
تراوسه کرونا ویروس په ۲۷ هیوادونو کې خپور شوی او سلګونه کسان د چین څخه دباندی په دی ویروس باندی اخته شوی دی.