دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 203420
د لانجمنو موږکانو انځور غوره جایزه وګټله
د لندن مېترو ته چې هرڅوک ورغلي، دا کوچني تور موږکان پېژني، چې د اورګاډي پټلۍ ته څېرمه له یو بل سره لاس او ګرېوان وي.
عکاس سام راولي تر ځمکې لاندې د حیواناتو عکاسي کوي، مېترو کې یې یوه اونۍ تېره کړه چې ددغو موږکانو انځور واخلي.
یوه شپه یې د هغو دوو موږکانو انځور واخیست، چې د یوه مسافر له لاسه د لوېدلو خوړو پرسر له یو بل سره په شخړه بوخت وو.
د نوموړي دغه انځور ډېرو خلکو خوښ کړی، همدا وو چې د سږ کال د وحشي ژوو د انځورګر غوره جایزه یې ګټلې ده.
کابو ۲۸ زره کسانو د سام دغه انځور ته رایه ورکړه او دا یې غوره انځور وباله.
 
https://avapress.com/vdcgxw9xzak9zt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته