د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د رسمي سفر په ترڅ کې نن پاکستان ته لاړ. ولسمشر اردوغان به په پاکستان کې د ترکیې پاکستان په عالي کچه د ستراتیژیکو همکاریو د شورا په ۶ مه غونډه کې ګډون وکړي.
ولسمشر اردوغان نن د غرمې نه مخکې په ځايي وخت په لسو بجو په خپله ځانګړې الوتکه کې د انقرې د ایسن بوغا د هوايي ډګر نه د پاکستان د پلازمینې اسلام آباد پر لورې حرکت وکړ.
د ولسمشر اردوغان سره پدې سفر کې د هغه میرمن آمینه اردوغان ، بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، د انرژۍ او طبعي وزیر فاتح دونمز، د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق، د سوداګرۍ وزیره رخسار پيکجان، د ټرانسپورت او زیربناګانو وزیر محمد جاهد تورخان، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون او د ولسمشر ویاند ابراهیم قالن ملګرتیا کوي.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان به د هغه او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ په جوړیدونکې د ترکېې او پاکستان ترمنځه په عالي کچه د ستراتیژیکو همکاریو د شورا په شپږمه غونډه کې ګډون وکړي. پدې غونډه کې به د دواړو هیوادونو ترمنځه د دواړه اړخیزو اړیکو په ټولو ابعادو خبرې وشي او د همکاریو د کچې د لا لوړولو په خاطر به ځینې نوې پریکړې وشي.
تمه کیږي چې ددې غونډې په چوکاټ کې د ترکیې او پاکستان ترمنځه یو زیات شمیر تړونونه لاسلیک شي . همداشان د ترکیې او پاکستان د سوداګرو ګډه غونډه به هم جوړه شي.
ولسمشر اردوغان به لومړی د پاکستان د ولسمشر عارف علوي سره وویني. پدې لیدنه کې به د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د سیمې او نړۍ په مهمو پرمختګونو خبرې وکړي.
ولسمشر اردوغان به د خپل دوه ورځني سفر په چوکاټ کې سبا جمعه د فبروري ۱۴ مه د پاکستان په پارلمان کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د وکیلانو ګډې غونډې ته وینا وکړي.